پکتیا او میدان وردک د دويمه درجه ولایتي سیالیو لومړۍ لوبې وګټلې

د افغانستان کورني کرکټ په چوکاټ کې دويمه درجه چیلنج کپ ولایتي سیالۍ نن په ننګرهار او خوست ولایتونوکې په دوه سیالیو سره پېل شوې.
پکتیا او میدان وردک د دويمه درجه ولایتي سیالیو لومړۍ لوبې وګټلې

د افغانستان کورني کرکټ په چوکاټ کې دويمه درجه چیلنج کپ ولایتي سیالۍ نن په ننګرهار او خوست ولایتونوکې په دوه سیالیو سره پېل شوې. د دې دغه سیالیو په لومړۍ لوبه کې پکتیا لوبډلې په خوست لوبغالي کې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته نورستان لوبډلې ته د ۵ منډو په توپیر ماتې وررکړه.

په سیالۍ کې پکتیا لوبډلې لومړې د اجمل ځاځي د ۷۳ زیاتو منډو په مټ ۲۷۶ منډی جوړې کړې او بیا یې د امیرځاځي او کبیر د دری-دری وېکټو په مټ نورستان لوبډله د ویکټ ساتوونکي محمد اسحاق د ۱۲۴ منډو سره سره په ۲۷۱ منډو وسوځوله. محمد اسحاق ته چې لوبډلې یی ماتې هم خوړلې وه د بهترینه لوبې له کبله د غوره لوبغاړي جایزه ډالۍ شوه.

 دغه راز دويمه لوبه کې چې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه پکښې د میدان وردک لوبډلې د ویکټ ساتوونکي محمد سردار د زیاتو ۷۷ او عمران محمدي ۵۵ منډو په مټ د ۹ لوبغاړو په سوځیدو پوره ۵۰ اورونو کې ۲۹۱ منډې جوړې کړې.

کوچیان لوبډلې په ځوابي توپ وهنه کې د عثمان نورري او اعجاز احمدي د توپ وهنې په مټ چې ۹۵ او ۹۰ منډې یی جوړی کړې ښه لوبه وکړه چې بیا یې هم د ۲۶ منډو په توپیرماتې وخوړه او ټوله لوبډله په ۲۶۵ منډو وسوځېده.

دمیدان وردک لوبډلې له پاره په توپ اچونه کې بریال، رسول خان او عابد محمدي د کوچیان لوبډلې دری-دری لوبغاړي وسوځول چې محمد سردار په ۷۷ منډو د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د یادولو وړ ده چې د دې سیالېو په دوام به سبا په دويمه ورځ بغلان له فراه سره په خوست لوبغالي کې او زابل له فاریاب ولایتي کرکټ لوبډلې سره په ننګرهار کې سیالۍ کوي.