دویمه درجه ولایتي سیالیو په یولسمه ورځ لوګر او هلمند لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د چلینج کپ دویمه درجه ولایتي سیالیو په یولسمه ورځ لوګر له بامیانو او هلمند له پروان له لوبډلو بریاوې خپلې کړې.
دویمه درجه ولایتي سیالیو په یولسمه ورځ لوګر او هلمند لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د چلینج کپ دویمه درجه ولایتي سیالیو په یولسمه ورځ لوګر له بامیانو او هلمند له پروان له لوبډلو بریاوې خپلې کړې.

په خوست کرکټ لوبغالي کې بامیانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره لوګر لوبډلې ته ۲۳۷ منډې هدف وټاکه، چې له ډلې یې روښان ۷۴ او سلیمان ۶۱ ډیر منډې جوړې کړې، لوګر ته په توپ اچونه کې سید خان ۴، محمد ظاهر۲، محمد الله او عصمت الله یو- یو لوبغاړی وسوځوه.

لوګر لوبدلې ټاکلی هدف د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې په ۴۶،۵ اور کې پوره کړه او لوبه یې د بامیانو له لوبډلې د یوې ویکتې په توپیر وګټله.

لوګر ته په توپوهنه کې سمیع الله ۷۳ او محمد صابر ۷۰ منډې جوړې کړې، بامیانو ته په توپ اچونه کې فرمان الله ۳، پیروز امین، یاسین دوه- دوه او کشمیر خان یو لوبغاړی وسوځولو.

همداراز په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پروان لوبډلې هلمند لوبډلې ته د ټولو لوبغاړوو په سوځیدو سره ۱۱۳ منډې هدف وټاکه، چې له ډلې یې اول خان تر نورو ډیر ۳۰ منډې جوړې کړې، هلمند لوبډلې ته په توپ اچونه کې عبدالحکیم ۴، باقي الله او دستګیر ۳-۳ لوبغاړي وسوځول.

هلمند لوبډلې ټاکلی هدف د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې په ۱۹،۵ اور کې پوره کړ او لوبه یې د پروان له لوبډلې څخه د ۷ ویکټو په توپیر وګټله.

د یادولو وړ ده چې د یادو سیالیو په لړ کې به سبا په خوست کرکټ لوبغالي باندې د بلخ د بامیانو پر وړاندې او په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې کندز د پروان پر وړاندې لوبې ترسره کړې.