چلینج کپ ولایتي سیالیو کې فاریاب او کوچیانو لوبډلو بریاوې خپلې کړې

​​​​​​​د چلنج کپ دویمه درجه ولایتي سیالیو په پنمځه ورځ کوچیانو لوبډلې فراه لوبډلې ته او فاریاب لوبډلې نورستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
چلینج کپ ولایتي سیالیو کې فاریاب او کوچیانو لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د چلنج کپ دویمه درجه ولایتي سیالیو په پنمځه ورځ کوچیانو لوبډلې فراه لوبډلې ته او فاریاب لوبډلې نورستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

کوچیانو لوبډلې په لومړۍ توپوهنې سره فراه لوبډلې ته د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۸۲ منډې هدف وټاکه، چې له ډلې یې مجید عالم ۷۶، حیرالله ۵۲ او شیر موسی زي ۵۰ زیاتې منډې ترسره کړې. فراه ته په توپ اچونه کې عبدالرزاق ۳، احمد ضیا او بریال یو- یو لوبغاړی وسوځوه.

ورپسې فراه لوبډلې د ټاکلي هدف په موخه توپوهنه پیل کړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې یوازې ۱۸۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې کوچیانو لوبډلې ته د ۹۷ منډو په توپیر وبایلله.

فراه لوبډلې ته په توپوهنه کې عین الدین کاکړ ۴۶ او سمیع الله ۲۱ زیاتې منډې ترسره کړې، په داسې حال کې چې د کوچیانو لوبډلې ته په توپ اچونه کې یوسف ۳، عظیم عادل ۲ او حیرالله یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

همدا راز په دویمه لوبه کې نورستان لوبډلې فاریاب لوبډلې ته ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۲۹ منډې هدف وټاکه، چې له ډلې یې عابد محمدي، زاهد سلیمي ۵۶- ۵۶ او نقیب الله ۴۶ زیاتې منډې ترسره کړې. فاریاب لوبډلې ته په توپ اچونه کې فضل ځاځي ۵، زاهد زاخېل او هدایت الله ۲- ۲ لوبغاړي وسوځول.

فاریاب لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې ۴۹،۳ اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړه او لوبه یې له نورستان لوبډلې څخه د ۳ ویکټو په توپیر وګټله او لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته یې لار ومونده.

فاریاب ته په توپوهونه کې اعجاز احمد ۶۳، زاهد زاخېل ۳۸ او هدایت الله ۳۱ زیاتې منډې ترسره کړې، نورستان لوبډلې ته په توپ اچونه کې انور خان ۲، نورعزیز، نصر خان، حیات الله، عابد محمدي او عارف خان ۱- ۱ لوبغاړی وسوځوه.

د یادولو وړ ده چې د چلینج کپ دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کې به سبا په خوست کرکټ لوبغالي کې پکتیا د زابل پر وړاندې او په غازي امان الله کرکټ لوبغالي کې بغلان د میدان وردګو لوبډلې پر وړاندې لوبې ترسره شي.