افغانستان په ټېسټ لوبه کې له ويسټ انډيز ماته وخوړه

ويسټ انډيز په لومړنۍ ټېسټ لوبه کې د افغانستان لوبډلې ته په ٩ ويکټو ماته ورکړه، چې دا د افغانستان څلورمه ټېسټ لوبه وه چې دويمه ماته يې په برخه شوه.
افغانستان په ټېسټ لوبه کې له ويسټ انډيز ماته وخوړه

د افغانستان او ويسټ انډيز د عزيزي بانک جام ټېسټ لوبه چې د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې د نومبر په ٢٧مه نېټه پيل شوه، د لوبې په پيل کې پچه ويسټ انډيز لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ١٨٧ منډې وکړې ،چې له ډلې يې جاوېد احمدي ٣٩، حمزه هوتک ٣٤، افسر ځاځي ٣٢ او احسان الله جنت ٢٤ منډې وکړې.

د ويسټ انډيز له لوري راهکيم کورنوال ٧ او جېسن هولډر ٢ ويکټې ترلاسه کړې.

ويسټ انډيز په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٧٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې شماره بروکس ١١١ او جان کېمبل ٥٥ منډې وکړې. ويسټ انډيز په لومړۍ پاڼۍ کې په افغانستان د ٩٠ منډو برتري هم ترلاسه کړه.

د افغانستان له لوري حمزه هوتک ٥، راشد خان ٣ او ظاهر خان ٢ لوبغاړي وسوځول.

افغانستان په دويمه پاڼۍ کې ١٢٠ منډې وکړې، چې جاوېد احمدي ٦٢ او ابراهيم ځدراڼ ٢٣ منډې وکړې او د ويسټ انډيز لوبډلې ته يې د ٣١ منډو هدف وټاکه.

د ويسټ انډيز له لوري راهکيم کورنوال، روسټون چېس او جېسن هولډر ٣-٣ لوبغاړي وسوځول.

د ٣١ منډو هدف د ويسټ انډيز لوبډلې د ١ لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ چې د لوبې په دريمه ورځ يې افغان لوبډلې ته په ٩ ويکټو ماته ورکړه.

په دويمه پاڼۍ کې حمزه هوتک ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه راهکيم کورنوال ته ورکړل شوه، چې په دې لوبه کې يې ١٠ ويکټې ترلاسه کړې.

دا د افغانستان څلورمه ټېسټ سيالي وه چې دويمه ماته يې پکې وخوړه، افغانستان تر دې مخکې له هند ماته خوړلې او ايرلنډ او بنګله دېش ته يې په ټېسټ لوبو کې ماته ورکړې وه.

همدا راز له ويسټ انډيز سره يې لومړۍ لوبه وه او د راشد خان د لوبډلمشر په حېث هم لومړۍ ټېسټ لوبه وه چې ماته يې پکې وخوړله.

د افغانستان لپاره حمزه هوتک او ناصر جمال لومړۍ لوبه ترسره کړه، چې حمزه هوتک په لومړۍ پاڼۍ کې ٥ لوبغاړي وسوځول او په لوبه کې يې ټولې ٦ ويکټې ترلاسه کړې.

همدا راز جاوېد احمدي بيا لومړنى افغان توپوهونکى شو چې د ويسټ انډيز پر وړاندې يې پنځوسيزه ووهله.

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د عزيزي بانک جام د ٣ يو ورځنيو، ٣ شل اوريزو او يوازينۍ ټېسټ لوبې سيالۍ پاى ته ورسېدې.