افغان لوبډلې د سویلي افریقا لوبډلې ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان او سویلي افریقا د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ نن د یاد هېواد په بینوني ښار کې د نړیوال جام د اووم مقام لپاره لوبه ترسره شوه چې په پایله کې یې افغان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په ۴۰،۲ اور کې د هدف په پوره کولو سره د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل کې د سویلي افریقا لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ترڅ کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۹،۳ اورونو کې له افغان لوبډلې ۱۵۴ منډې ترلاسه کړې او ۱۵۵ منډې هدف یې ورته وټاکه.

د سویلي افریقا د توپوهونکو له منځه جونتن برډ ۳۴، میریک بریټ ۲۸ او کومالو ۲۶ منډې د خپلې لوبډلې په ګټه ترسره کړې، په داسې حال کې چې د افغان توپ اچوونکو له منځه بیا شفیق الله غفاري ۴، فضل حق درې او عبدالرحمن دوه ویکټې ترلاسه کړې.

ورپسې افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې خپله توپوهنه پیل کړه او د سیالې سویلي افریقا لوبډلې هدف یې په ۴۲،۱ اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو بشپړ کړ او دغه بریا یې د افغانستان په نوم ثبت کړه.

باید وویل شي چې د افغان توپوهونکو له منځه ابراهیم ځدراڼ نن ډېره په زړه پورې توپوهنه وکړه او له پیل تر پایه پر ۷۳ ناسوځېدلو منډو پر ویکټې پاتې شو چې پر نوموړي سربېره صدیق الله اتل هم ۴۰ او عبدالرحمن بیا ۱۷ منډې ترلاسه کړې.

د یادولو ده چې دغه سیالي د اتو غوره لوبډلو پړاو د اووم مقام لپاره ترسره شوه چې پکې افغان لوبډلې د نړیوال جام په لوبو کې اووم مقام خپل کړ او لوبډله به نور خپل هېواد ته راستنیږي.

همدرانګه د یادونې وړ ده په دغو سیالیو کې افغان لوبغاړو له ځانه ډېره وړتیا وښوده چې د بېلګې په توګه له شفیق الله غفاري یادونه کولی شو چې په دغو سیالیو کې یې له پیله تر اوسه پورې ۱۶ ویکټې  ترلاسه کړې چې دغه راز نور لوبغاړي هم د توپوهنې او توپ اچونې په برخو کې ډېر ښه وځلېدل.