ایوبي کابل بازانو د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 16 Sep 2020
د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په پایلوبه کې نن د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلان د ایوبي کابل بازان لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته شول چې په پایله کې کابل بازانو سیال لوری د ۹ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ او د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو جام یې په خپل نوم کړ.
د لوبې په پیلېدو سره د مس عینک اتلانو پچه وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې د ایوبي کابل بازانو له ډلې په توپوهنه کې یونس احمدزي ۳۶، سمیع الله شینواري ۳۲ او ننګیالي خروټي ۲۱ منډې ترلاسه کړې.
په توپ اچونه کې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو توپ اچوونکي ښه وځلېدل چې له ډلې یې دولت ځدراڼ درې ویکټې، شاپور ځدارڼ او نوراحمد دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې او سیاله لوبډله یې ډېرو منډو ترلاسه کولو ته پرېنښوده.
ورپسې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلان لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې له ډلې یې غمي ځدراڼ ۴۰، شاهدالله ۲۶، دولت ځدراڼ ۱۴ او حشمت الله شهیدي ۱۳ منډې وکړې، خو یو په بل پسې د ایوبي کابل بازانو د توپ اچوونکو له لوري له ډګر ووېستل شول.
باید وویل شي چې د ایوبي کابل بازانو توپ اچوونکي ډېر ښه وځلېدل چې له منځه یې نجات مسعود او ننګیالي خروټي دوه-دوه، حسیب الله، عظمت الله عمرزي او ضیاءالرحمن یوه-یوه ویکټ واخیسته او د اتصالات شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو اتلولي یې د خپلې لوبډلې په نوم کړه.
د نننۍ لوبې د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه دولت ځدراڼ، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ننګیالي خروټي او د سټایلېش لوبغاړي جایزه نجات مسعود ته ورکړل شوه.
همدارنګه د اتصالات شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو د پای په مراسمو کې د ټورنمنټ د غوره توپ اچونکي جایزه وقار سلامخېل، د غوره توپوهونکي جایزه عثمان غني د ایمرجنګ لوبغاړي جایزه ننګیالي خروټي او د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه کریم جنت او عظمت الله عمرزي ته په شریکه ورکړل شوه.
د یادولو ده چې د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په شپږمه نېټه پیل او نن (د سپټمبر ۱۶مه) د ایوبي کابل بازانو په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.