افغان ۱۹ کلنې لوبډلې له هندوستان لوبډلې د دوه ویکټو په توپیر ماتې ومنله

له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې نن په خپله دویمه یو ورځنۍ لوبه کې له سیالې هندۍ لوبډلې د دوه ویکټو په توپیر ماتې ومنله.
افغان ۱۹ کلنې لوبډلې له هندوستان لوبډلې د دوه ویکټو په توپیر ماتې ومنله

په پیل کې د لوبې پچه سیالې لوبډلې وګټله او لومړی یې افغان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې په ټولو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو له سیالې لوبډلې ۱۸۸ منډې ترلاسه کړې او د ۱۸۹ منډو هدف یې ورته وټاکه چې د افغان توپوهونکو له منځه عبدالرحمن رحماني ۵۷ ناسوځېدلې، رحمن الله ځدراڼ ۴۷ او فرهان ذاخېل ۲۷ منډې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د هندوستان د توپ اچوونکو له ډلې بیا ورما، سوتر او رکشان دوه-دوه او اکاش سېنګ او جوشي یوه-یوه ویکټ واخیسته. ورپسې د هندوستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې خپله پاڼۍ پیل کړه چې په ۴۲،۳ اور کې یې د اتو ویکټو له لاسه ورکولو سره د افغان لوبډلې هدف بشپړ کړ او په دې سره یې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هم افغان لوبډله له ماتې سره مخ کړه. د هندوستان د توپوهونکو له لوري شاشوت راوت ۵۳، جېسوال ۳۸ ناسوځېدلې منډې او تېلک ورما ۲۹ منډې ترلاسه کړې او خپله لوبډله یې د بریا تر بریده ورسوله چې د افغان توپ اچوونکو له منځه بیا عابد محمدي او نور احمد لکڼوال دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې. د یادولو ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه یو ورځنۍ لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه د لکنو ښار د ایکانا په ب لوبغالي کې ترسره شي.