د افغانستان ايمرجينګ لوبډله د بنګله دېش په لور وخوځېده

د افغانستان ايمرجينګ لوبډله نن سهار د بنګله دېش پلازمېنې ډهاکې په لور وخوځېده چې هلته به اسيايي ايمرجينګ جام کې ګډون کوي.
د افغانستان ايمرجينګ لوبډله د بنګله دېش په لور وخوځېده

د اسيايي جام ايمرجينګ سيالۍ چې د نومبر په ۱۴مه نېټه پيلېږي او تر ۲۳مې نېټې به دوام وکړي، د بنګله دېش په ډهاکې کې ترسره کېږي، د دغه سياليو لپاره د افغانستان په ايمرجينګ لوبډله کې عبدالمالک، ناصر عمر، بهير شاه، طارق ستانکزی، درويش رسولي، وحيد شفق، شاهدالله کمال، سميع الله شینواری (لوبډلمشر)، منير کاکړ (ويکټ ساتونکی)، نجات مسعود، عظمت الله، وفادار مومند، شوکت زمان، عبدالواسع او يوسف ځاځی شامل دي. ياده دې وي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د نومبر په ۱۴مه نېټه له پاکستان ايمرجينګ لوبډلې سره ترسره کړي، په دويمه لوبه کې به د نومبر په ۱۶مه نېټه د عمان ايمرجينګ لوبډلې سره مخامخ شي او په دريمه لوبه کې به د نومبر په ۱۸مه نېټه د سريلانکا ايمرجينګ لوبډلې سره مخامخ شي.