د زمبابوې پر وړاندې د یوې ټېسټ او درې شل اوریزو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړونه اعلان شول
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 15 Oct 2025

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د زمبابوې پر وړاندې د یوازينۍ ټېست لوبې او درې شل اوریزو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړونه اعلان کړل چې د اکتوبر له ۲۰مې څخه د نومبر تر ۲مې نېټې پورې به د هرارې په سپورټس کلب لوبغالي کې ترسره شي.
کېڼ لاسی چټک توپاچوونکی بشیر احمد، چې تازه د افغانستان لپاره په یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې ولوبېد او د زیمبابوې تېر سفر پر مهال هم د لوبډلې سره مل و، خپل ځای په لوبډله کې ساتلی دی.
همدارنګه، ښي لاسی چټک توپاچوونکی ضیاء الرحمن شریفي، د ورو توپ اچونې کېڼ لاسی الراونډر شرفالدین اشرف او ښي لاسی لېګ سپنر خلیل ګربز، چې په کور دننه یې د سره بال کرکټ کې ښه کارکردګي ترسره کړې، ټېسټ لوبډلې ته رابلل شوي دي. برسېره پر دې، د ورو توپ اچونې کېڼ لاسی الراونډر شاهدالله کمال هم د زیمبابوې پر وړاندې دواړو لوبډلو (ټېسټ او شل اوریزو) ته نومول شوی. راشد خان ته بیا هم د ښې روغتیا او راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د دوامدارې کارکردګۍ د خوندي ساتلو په موخه استراحت ورکړل شوی.
چټک توپاچوونکی ابراهیم عبدالرحیمزی، صدیقالله اتل او شمسالرحمن بیا دټېسټ سیالۍ لپاره د احتیاطي لوبغاړو نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي.
سرپېره پر دې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ لپاره د مډل ارډر توپوهونکی اعجاز احمدزی، چې د ۲۰۲۴ کال په پیل کې یې د افغانستان لپاره د شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره کړې وه، بېرته لوبډلې ته راستون شوی دی. همدارنګه شاهدالله کمال چې د شپږیزه لیګ وروستي پړاو کې یې ښه کارکردګي ترسره کړې وه، هم د شل اوریزو سیالیو لوبډلې ته ټاکل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان په دې اړه وایي: ((د کورني کرکټ او د ظرفیت لوړونې اړوند فعالیتونو ترڅنګ موږ تر دې دمه د نړیوال کرکټ په ډګر کې هم خپل پلانونه په غوره ډول عملي کړي دي چې دا دی یو په بل پسې په متواتر ډول لوبلړۍ ترسره کوو او زموږ د اوږدمهاله فعالیتونو ثمره تر دې دمه ښه روانه ده.))
نوموړی زیاتوي: ((د افغانستان په کوربه توب د بنګله دېش له لوبلړۍ ورورسته زموږ لوبډله زمبابوې ته روانه ده چې هلته به د یاد هېواد پر وړاندې د ټېسټ او شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي چې په ترتیب سره به د نورو هېوادونو پر وړاندې هم خپلې لوبې ترسره کړو.))
د ټېسټ سیالۍ لپاره غوره شوی نوملړ:
حشمتالله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمانالله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، افسر خان ځاځۍ (وېکټ ساتونکی)، اکرام عليخېل (وېکټ ساتونکی)، بهیر شاه، شاهدالله کمال، عصمت عالم، شرفالدین اشرف، ضیاالرحمن اکبر، یمین احمدزی، ضیاالرحمن شریفي، خلیل ګربز، او بشیر احمد.
احتیاطي لوبغاړي: ابراهیم عبدالرحیمزی، صدیقالله اتل، او شمسالرحمن.
د شل اوریزو سیالیو لپاره غوره شوي نوملړ:
راشد خان (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمانالله ګربز (وېکټ ساتونکی)، صدیقالله اتل، دروېش رسولی، شاهدالله کمال، اعجاز احمدزی، عظمتالله عمرزی، محمد نبي، شرفالدین اشرف، نور احمد، مجیبالرحمن، بشیر احمد، فرید احمد ملک، او عبدالله احمدزی.
احتیاطي لوبغاړي: الله محمد غضنفر او فریدون داوودزی.
د دې سیالیو لپاره اتصالات افغانستان مخابراتي شرکت د عمومي مرستیال حقوق او سوپر کولا د نوشابو شرکت د مرستیال مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړي، او Vany شرکت بیا د ملي لوبډلې د لباس چمتوکولو برخه کې زموږ هکار دی.