د حشمت الله شهیدي په مشرۍ د بند امیر زون لوبډلې نن له یوې خورا جالبې او هر اړخیزې لوبې وروسته د مس عینک زون لوبډلې ته د ۲۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د لومړي پړاو اتصالات وړاندې کوونکې افغان یونایټډ بانک – قوش تپې ملي شل اوریز جام سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
نور یی ولولهد افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د کلني مهالوېش سره سم د روانې اونۍ په پای کې زونونو په کچه میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیلېږي. دغه سیالۍ به د روانې مې میاشتې په ۱۷مه نېټه پیل شي چې د راتلونکې جون میاشتې تر ۴مې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت په دوه کرکټ لوبغالو کې د ۵ زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.
نور یی ولولهد ملي پراختیا شرکت مشرتابه، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان د ډېر شمېر لاسته راوړنو او د قوش تپې په نوم د وروستیو سیالیو د نومولو له امله پر ستاینلیک او تندیس ونازاوه چې په لړ کې یې یادې سترې او حیاتي پروژې ته په ښه ډول کمپاین وشو.
نور یی ولولهد افغانستان کرکټ بورد مشرتابه، نن د یوې غونډې په لړ کې د افغان یونایټډ بانک، اتصالات مخابراتي شرکت او ملت سټیل سره په دریو بېلا بېلو کټګوریو کې هوکړه لیکونه امضا کړه. په راتلونکې قوش تپه ملي شل اوریزو سیالیو کې به افغان یونایټډ بانک د عمومي ملاتړي (Title Sponsor)، اتصالات مخابراتي شرکت د وړاندې کوونکي ملاتړي (Presenting Sponsor)، او ملت سټیل د مرستیال مالي ملاتړي (Co-Sponsor) اووسي.
نور یی ولولهد افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګه په پام کې لري چې د راتلونکې اپریل میاشتې له ۱۶مې نېټې تر ۲۷مې نېټې پورې په کندهار ولایت کې د قوش تپې تر نوم لاندې لومړی پړاو ملي شل اوریزې سیالۍ (قوش تپه ملي شل اوریز جام) ترسره کړي چې موخه یې د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې بشپړ چمتووالی او دغه راز د کورني کرکټ او ملي لوبډلې ترمنځ د تجربو شریکول دي.
نور یی ولولهافغانستان کرکټ بورډ یو ځل بیا هم د اسټرالیا له لوري د شل اوریزو سیالیو د راتلونکې لوبلړۍ د ځنډولو په تړاو د پخوا په څېر پر خپل دریځ ولاړ دی او په دې ټینګار کوي چې د کرکټ جذبې ته په پام سره باید د کرکټ لوبه او په ټوله کې ورزش له سیاسي نفوذ او اړخونو لرې وساتل شي، ځکه له افغان کرکټ سره د ټولو افغانانو خوښۍ او ولولې تړلې دي.
نور یی ولوله